ملګرو ملتونو ویلی، چې پاکستان کې سېلابونو لږترلږه یو میلیون کسان زیانمن کړی دی. په دغو سېلابونو کې تر 800 ډېر کسان وژل شوی دی. د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د مرستو د همغږۍ مشر مانویل بیسلر ویلی، په ځینو ځپل شویو سیمو کې آن خپلو سیمه ییزو دفترونو ته هم نه شی تللى. ملګری ملتونه وایی، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې به زیانمنو خلکو ته ډېر ژر، مرستې او خوراکی توکی ورسوی. رپوټونه وایی، چې د پېښور ښار چې لږترلږه درې میلیونه خلک پکې اوسېږی، له نړۍ سره یې اړیکه پرې شوې ده. د سېلابونو له کبله ګڼ پلونه، کلی او کورونه ویجاړ شوی دی. د پاکستان پوځ ویلی، د الوتکو په مټ هڅه کوی، چې سېلاب ځپلو سیمو ته ورشی او له زیانمنو کسانو سره مرسته وکړی. د پاکستانی چارواکو په وینا، دا په تېرو 80 کلونو کې تر ټولو ډېر خونړی او سخت سېلابونه دی. د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې بیا سېلابونو ډېرې ځمکې وړی دی.