خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پاکستان کې سېلابونو 800 کسان وژلی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ملګرو ملتونو ویلی، چې پاکستان کې سېلابونو لږترلږه یو میلیون کسان زیانمن کړی دی.
په دغو سېلابونو کې تر 800 ډېر کسان وژل شوی دی.
د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د مرستو د همغږۍ مشر مانویل بیسلر ویلی، په ځینو ځپل شویو سیمو کې آن خپلو سیمه ییزو دفترونو ته هم نه شی تللى.
ملګری ملتونه وایی، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې به زیانمنو خلکو ته ډېر ژر، مرستې او خوراکی توکی ورسوی.
رپوټونه وایی، چې د پېښور ښار چې لږترلږه درې میلیونه خلک پکې اوسېږی، له نړۍ سره یې اړیکه پرې شوې ده.
د سېلابونو له کبله ګڼ پلونه، کلی او کورونه ویجاړ شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلی، د الوتکو په مټ هڅه کوی، چې سېلاب ځپلو سیمو ته ورشی او له زیانمنو کسانو سره مرسته وکړی.
د پاکستانی چارواکو په وینا، دا په تېرو 80 کلونو کې تر ټولو ډېر خونړی او سخت سېلابونه دی.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې بیا سېلابونو ډېرې ځمکې وړی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.