په امریکا کې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی باراک اوباما د دغه هېواد په شکاګو ښار کې خپلو پلویانو ته وینا کوی. ده وویل موږ یوه امریکایی کورنۍ یو. د ده په خبره موږ پوهیږو، چې د امریکا لپاره مهم کارونه په مخکې پراته دی. نوموړی د سخت ټاکنیز کمپاین لپاره مېټ رامنی ته تبریک ووایه. اوباما له خپلو ټاکنیزو رضا کارانو هم مننه وکړه او دوی یې د نړۍ غوره ټاکنیز کارکونکی وبلل. اوباما هغو ته وویل، چې تاسی خپل غږ ورساوه. باراک اوباما دغه راز له خپلې مېرمنې هم مننه وکړه. د ده په خبره غواړم د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له رامنی سره همکاری وکړم. اوباما د امریکا لومړی تورپوستی ولسمشر دی، چې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې پاتې شو. څو شیبې مخکې د ولسمشر اوباما سیال کاندید مېټ رامنی خپلو پلویان ته په وینا کې له هغو مننه وکړه. مېټ رامنی دغه راز خپل سیال باراک اوباما ته هم د ټاکنیزې بریا لپاره مبارکی وویله. په هغو ټاکنو کې، چې د رایو شمېرنه یې څو شیبې مخکې پای ته ورسېده، اوباما د خپل سیال مېټ رامنی د 203 رایو په مقابل کې 303 رایې تر لاسه کړې. مېټ رامنی درایو له پایلې معلومېدو وروسته په خپله وینا کې له خپل ټاکنیز مرستیال او ټولو پلویانو مننه وکړه. د نوموړی په خبره ما ته د سیاست په پرتله د خپل هېواد خلک لومړیتوب لری. د ده په خبره باید دواړه ګوندونه د امریکا د پرمختګ لپاره له یوهع بل سره همکاری وکړی.