خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
بارک اوباما بیا د امریکا ولسمشر شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په امریکا کې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی باراک اوباما د دغه هېواد په شکاګو ښار کې خپلو پلویانو ته وینا کوي.
ده وویل موږ یوه امریکايي کورنۍ یو. د ده په خبره موږ پوهیږو، چې د امریکا لپاره مهم کارونه په مخکې پراته دي. نوموړي د سخت ټاکنیز کمپاین لپاره مېټ رامني ته تبریک ووایه.
اوباما له خپلو ټاکنیزو رضا کارانو هم مننه وکړه او دوی یې د نړۍ غوره ټاکنیز کارکونکي وبلل. اوباما هغو ته وویل، چې تاسي خپل غږ ورساوه. باراک اوباما دغه راز له خپلې مېرمنې هم مننه وکړه. د ده په خبره غواړم د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له رامني سره همکاري وکړم.
اوباما د امریکا لومړی تورپوستی ولسمشر دی، چې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې پاتې شو. څو شیبې مخکې د ولسمشر اوباما سیال کاندید مېټ رامني خپلو پلویان ته په وینا کې له هغو مننه وکړه.
مېټ رامني دغه راز خپل سیال باراک اوباما ته هم د ټاکنیزې بریا لپاره مبارکي وویله. په هغو ټاکنو کې، چې د رایو شمېرنه یې څو شیبې مخکې پای ته ورسېده، اوباما د خپل سیال مېټ رامني د ۲۰۳ رایو په مقابل کې ۳۰۳ رایې تر لاسه کړې.
مېټ رامني درایو له پایلې معلومېدو وروسته په خپله وینا کې له خپل ټاکنیز مرستیال او ټولو پلویانو مننه وکړه. د نوموړي په خبره ما ته د سیاست په پرتله د خپل هېواد خلک لومړیتوب لري. د ده په خبره باید دواړه ګوندونه د امریکا د پرمختګ لپاره له یوهع بل سره همکاري وکړي.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.