رجوع
جمهور رئیس حامد کرزی له ترکیې څخه راستون شو
جمهور رئیس حامد کرزی له ترکیې څخه راستون شو
تاريخ النشر: 1391/09/24 9:0رمز الخبر: 12495المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د یوه لوړ پوړی دولتی
پلاوی په مشرۍ د افغانستان، ترکیې او پاکستان په اوومه دری اړخیزه ناسته کې د
ګډون په موخه تېره سې شنبه ترکیې ته تللی و، نن ماښام هېواد ته راستون شو.
په دغه دری ورځنی سفر کې د هېواد جمهور رئیس د ترکیې له جمهور رئیس عبدالله ګل
او د نوموړی هېواد له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره، په جلا جلا توګه وکتل او د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د سولې د بهیر، د ترکیې له خوا د افغان ملی اردو او ملی پولیسو د روزنې او په اوږد مهال کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه په مفصله توګه خبرې وکړې.
له دوه اړخیزو ناستو وروسته حامد کرزی، پرون مازدیګر د افغانستان، ترکیې او پاکستان مشرانو په اوومه دری اړخیزه ناسته کې برخه واخیسته.
یادو دریو هېوادونو د افغانستان د ملی امنیت پر لوی رئیس وروستی تروریستی برید په کلکه وغانده.
نوموړو هېوادونو موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان د اړوندو چارواکو یوه ګډه کاری ډله به پر اسدالله خالد د وروستی ځانمرګی برید پېښه وڅېړی.
د دریو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو د دوه اړخیزو او دری اړخیزو ناستو وروسته، د افغانستان، ترکیې او پاکستان جمهور رئیسانو په یوه ګډ خبری کنفرانس کې برخه واخیسته او د خپلو مذاکراتو په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل.
له مطبوعاتی کنفرانس وروسته د افغانستان، ترکیې او پاکستان د مشرانو لخوا ګډه اعلامیه خپره شوه چې په هغه کې د دری اړخیزو اړیکو د لاتقویې، امنیتی او نظامی همکاریو، په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د دریو هېوادونو تر منځ د ترانسپورت، اقتصاد او زیربناګانو په برخو کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو.
د هېواد جمهور رئیس نن سهار د سیواس ښار ته لاړ او د دغه ښار د پولیسو په اکاډمۍ کې یې د افغان پولیسو د روزنې بهیر له نیږدې څخه وکوت.
حامدکرزی د سیواس په اکاډمۍ کې د افغان پولیسو د روزنې له بهیر او د دغې اکاډمۍ
د تاسیساتو له لیدنې وروسته په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې د ده او ملګری
پلاوی په ویاړ جوړه شوې وه.