خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/09/24 9:0کد خبر: 12495
جمهور رئیس حامد کرزی له ترکیې څخه راستون شو

جمهور رئیس حامد کرزی له ترکیې څخه راستون شو

جمهور رئیس حامد کرزی له ترکیې څخه راستون شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د افغانستان، ترکیې او پاکستان په اوومه دری اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه تېره سې شنبه ترکیې ته تللی و، نن ماښام هېواد ته راستون شو. په دغه دری ورځنی سفر کې د هېواد جمهور رئیس د ترکیې له جمهور رئیس عبدالله ګل او د نوموړی هېواد له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره، په جلا جلا توګه وکتل او د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د سولې د بهیر، د ترکیې له خوا د افغان ملی اردو او ملی پولیسو د روزنې او په اوږد مهال کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه په مفصله توګه خبرې وکړې. له دوه اړخیزو ناستو وروسته حامد کرزی، پرون مازدیګر د افغانستان، ترکیې او پاکستان مشرانو په اوومه دری اړخیزه ناسته کې برخه واخیسته. یادو دریو هېوادونو د افغانستان د ملی امنیت پر لوی رئیس وروستی تروریستی برید په کلکه وغانده. نوموړو هېوادونو موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان د اړوندو چارواکو یوه ګډه کاری ډله به پر اسدالله خالد د وروستی ځانمرګی برید پېښه وڅېړی. د دریو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو د دوه اړخیزو او دری اړخیزو ناستو وروسته، د افغانستان، ترکیې او پاکستان جمهور رئیسانو په یوه ګډ خبری کنفرانس کې برخه واخیسته او د خپلو مذاکراتو په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړل. له مطبوعاتی کنفرانس وروسته د افغانستان، ترکیې او پاکستان د مشرانو لخوا ګډه اعلامیه خپره شوه چې په هغه کې د دری اړخیزو اړیکو د لاتقویې، امنیتی او نظامی همکاریو، په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د دریو هېوادونو تر منځ د ترانسپورت، اقتصاد او زیربناګانو په برخو کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو. د هېواد جمهور رئیس نن سهار د سیواس ښار ته لاړ او د دغه ښار د پولیسو په اکاډمۍ کې یې د افغان پولیسو د روزنې بهیر له نیږدې څخه وکوت. حامدکرزی د سیواس په اکاډمۍ کې د افغان پولیسو د روزنې له بهیر او د دغې اکاډمۍ د تاسیساتو له لیدنې وروسته په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې د ده او ملګری پلاوی په ویاړ جوړه شوې وه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.