رجوع
کندوز ولایت کې درې تاجک طالبان ونیول شول
تاريخ النشر: 1389/05/17 0:0رمز الخبر: 1254المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کندوز ځایی چارواکی وایی، چې په خان اباد ولسوالۍ کې یې د درېیو تاجک طالبانو په ګډون د څلورو وسله والو او یوه افغان د نیولو خبر ورکړ.
د کندوز امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرحمن اقتاش په دې اړه رسنیو ته ویلی، چې یاد کسان د امنیتی مسؤلینو لخوا د خان اباد ولسوالۍ په اقتاش سیمه کې نیول شوی دی.
د هغه په وینا، درېیو تاجک طالبانو په لومړیو څېړنو کې څرګنده کړې، چې د پاکستان په دینی مدرسو کې یې زده کړې کړی او له ورانکارو فعالیتونو سره اشنایی لری.
نوموړی زیاته کړه، چې یاد کسان د طاهر یولداش له ډلې سره تړاو لری او څه موده وړاندې یې د امام صاحب په ولسوالۍ کې پر یوې امنیتی پوستې برید کې هم لاس درلود.
اقتاش زیاتوی، له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو میل پیکا ترلاسه شوې.
د پېښې په اړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه نه دی ویلی.