د کندوز ځایی چارواکی وایی، چې په خان اباد ولسوالۍ کې یې د درېیو تاجک طالبانو په ګډون د څلورو وسله والو او یوه افغان د نیولو خبر ورکړ. د کندوز امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالرحمن اقتاش په دې اړه رسنیو ته ویلی، چې یاد کسان د امنیتی مسؤلینو لخوا د خان اباد ولسوالۍ په اقتاش سیمه کې نیول شوی دی. د هغه په وینا، درېیو تاجک طالبانو په لومړیو څېړنو کې څرګنده کړې، چې د پاکستان په دینی مدرسو کې یې زده کړې کړی او له ورانکارو فعالیتونو سره اشنایی لری. نوموړی زیاته کړه، چې یاد کسان د طاهر یولداش له ډلې سره تړاو لری او څه موده وړاندې یې د امام صاحب په ولسوالۍ کې پر یوې امنیتی پوستې برید کې هم لاس درلود. اقتاش زیاتوی، له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو میل پیکا ترلاسه شوې. د پېښې په اړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه نه دی ویلی.