رجوع
د هسپانیا صدراعظم ناببره افغانستان ته راغی
د هسپانیا صدراعظم ناببره افغانستان ته راغی
تاريخ النشر: 1391/10/02 17:3رمز الخبر: 12591المصدر: ایرکا خبری آژانس

د هسپانیا صدراعظم په یوه نا اعلان شوی سفر افغانستان ته راغلى دى.
د هسپانوی رسنیو په حواله چې له صدراعظم "مریانو راجوى" سره په دغه سفر کې د دفاع وزیر "پیډرو مورینس" هم ملتیا کوی.
سرچینې زیاته کړې، چې د هسپانیا صدراعظم به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی او په دغه هېواد کې له خپلو سرتېرو سره هم وګوری.
تېر کال د هسپانیا د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د مریانو دا لومړى سفر دى.
هسپانیا په افغانستان کې د ایساف تر چتر لاندې 1605 سرتېری لری؛ چې په لوېدیځو ولایتونو (هرات، فراه او بادغیس) کې مېشت دی.
تر اوسه په افغانستان کې د هسپانتیا 34 سرتېری وژل شوی دی.