رجوع
په لغمان کې یو طالب قومندان او 4 امنیتی کسان وژل شوی
په لغمان کې یو طالب قومندان او 4 امنیتی کسان وژل شوی
تاريخ النشر: 1391/10/22 12:16رمز الخبر: 12843المصدر: ایرکا خبری آژانس

په لغمان کې یو طالب قومندان او څلور امنیتی کسان په جلاجلا پیښو کې وژل شوی.
د والی ویاند سرحدی ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه ناوخته شاوخوا دولس بجې د دې ولایت امنیتی ځواکونو د یوه کشفی راپور پر اساس ملا رفیق الله حق پرست، چې د سړک تر غاړو ماینونو او په مرموزو وژنو کې یی لاس درلود وژلی او خسر یی په سر ټپی شوی دی.
دا رنګه په دې پېښه کې د وسله والو په متقابلو ډزو کې د امنیتی ځواکونو یو سرتیری هم وژل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې تیر ماښام د الینګار ولسوالۍ د چینچار پله په سیمه کې د ملی پولیسو پر یوه موټر د سړک ترغاړې ماین چاودلی، د لغمان د والی د ویاند سرحدی ځواک په خبره په دې پېښه کې درې تنه پولیس وژل شوی.
د یادو پیښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دی ویلی.