په لغمان کې یو طالب قومندان او څلور امنیتی کسان په جلاجلا پیښو کې وژل شوی. د والی ویاند سرحدی ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه ناوخته شاوخوا دولس بجې د دې ولایت امنیتی ځواکونو د یوه کشفی راپور پر اساس ملا رفیق الله حق پرست، چې د سړک تر غاړو ماینونو او په ‍ مرموزو وژنو کې یی لاس درلود وژلی او خسر یی په سر ټپی شوی دی. دا رنګه په دې پېښه کې د وسله والو په متقابلو ډزو کې د امنیتی ځواکونو یو سرتیری هم وژل شوی دی. د یو بل خبر له مخې تیر ماښام د الینګار ولسوالۍ د چینچار پله په سیمه کې د ملی پولیسو پر یوه موټر د سړک ترغاړې ماین چاودلی، د لغمان د والی د ویاند سرحدی ځواک په خبره په دې پېښه کې درې تنه پولیس وژل شوی. د یادو پیښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دی ویلی.