رجوع
ناامنو سیمو کې به له ټاکنو وړاندې عملیات ترسره کړو
تاريخ النشر: 1389/05/25 0:0رمز الخبر: 1399المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ننګرهار امنیتی چارواکی د پارلمانی ټاکنو په رانېږدې کېدو سره د دې ولایت پر ناامنو سیمو د عملیاتو د ترسراوی خبرورکوی.
د دې ولایت سرپرست امنیې قومندان سمونوال عبادالله تلوار کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه نور جزیات ورنکړل، خو ویې ویل د عملیاتو ترڅنګ له خبرو، اترو او نورو لارو، چارو هم د ناامنۍ له اغېزو د ټاکنو د خوندی والی پلان لری.
تلوار سره له دې، چې د ټاکنو کمېسون لا د رایه اچونې د مرکزونو شمېر په رسمی ډول نه دى ښودلى، وایی په ننګرهار کې پارلمانی ټاکنو ته څه کم پینځه سوه مرکزونه جوړیږی، چې دوى یې د امنیت ساتنې ډاډ ورکوی.
د ننګرهار چارواکو د پارلمانی ټاکنو تر کمپاین او له هغې وړاندې هم د پارلمانی ټاکنو د امنیت ساتنې ژمنې کړې وې، خو له هغې سره، سره هم په ننګرهار کې د پخوا په پرتله د ناامنۍ پېښې ډېرې وشوې.
په دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسون ځایی مشر څه موده وړاندې د پینځو ولسوالیو پر امنیتی وضعې د اندېښنې ترڅنګ ویلی وو، چې که دا وضعه روانه وی، په دې ولسوالیو کې به ټاکنې ترسره نه کړی.