خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/25 0:0کد خبر: 1399

ناامنو سیمو کې به له ټاکنو وړاندې عملیات ترسره کړو

ناامنو سیمو کې به له ټاکنو وړاندې عملیات ترسره کړو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د ننګرهار امنیتی چارواکی د پارلمانی ټاکنو په رانېږدې کېدو سره د دې ولایت پر ناامنو سیمو د عملیاتو د ترسراوی خبرورکوی. د دې ولایت سرپرست امنیې قومندان سمونوال عبادالله تلوار کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه نور جزیات ورنکړل، خو ویې ویل د عملیاتو ترڅنګ له خبرو، اترو او نورو لارو، چارو هم د ناامنۍ له اغېزو د ټاکنو د خوندی والی پلان لری. تلوار سره له دې، چې د ټاکنو کمېسون لا د رایه اچونې د مرکزونو شمېر په رسمی ډول نه دى ښودلى، وایی په ننګرهار کې پارلمانی ټاکنو ته څه کم پینځه سوه مرکزونه جوړیږی، چې دوى یې د امنیت ساتنې ډاډ ورکوی. د ننګرهار چارواکو د پارلمانی ټاکنو تر کمپاین او له هغې وړاندې هم د پارلمانی ټاکنو د امنیت ساتنې ژمنې کړې وې، خو له هغې سره، سره هم په ننګرهار کې د پخوا په پرتله د ناامنۍ پېښې ډېرې وشوې. په دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسون ځایی مشر څه موده وړاندې د پینځو ولسوالیو پر امنیتی وضعې د اندېښنې ترڅنګ ویلی وو، چې که دا وضعه روانه وی، په دې ولسوالیو کې به ټاکنې ترسره نه کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.