رجوع
د ملکی تلفاتو د څېړنې په اړه د طالبانو د وړاندیز هرکلى
تاريخ النشر: 1389/05/26 0:0رمز الخبر: 1408المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د بشری حقونو د څار او راپور ورکولو ډلې د طالبانو د وروستۍ اعلامیې هرکلى کړى او په دوولسو مادو کې یې ځینې وړاندیزونه کړی دی.
د دې ډلې په اعلامیه راغلى، چې د طالبانو د دغه وړاندیز هرکلی کوی، چې د روانې جګړې د ملکی تلفاتو د څېړنې او ارزونې لپاره دې یو پراخ بنسټه کمېسیون جوړ شی.
دا ډله له افغان دولت او ملګرو ملتونو څخه غواړی، چې د طالبانو دې غوښتنې ته ځواب ورکړی.
د زمری په 24 نېټه طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یوه داسی کمېسیون د جوړیدو وړاندیز وکړ، چې پکې د جګړې ټولې غاړې، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشری حقونو ډلې ګډون ولری او په جګړه کې د ملکی مرګ- ژوبلې په اړه پلټنې وکړی