د افغانستان د بشری حقونو د څار او راپور ورکولو ډلې د طالبانو د وروستۍ اعلامیې هرکلى کړى او په دوولسو مادو کې یې ځینې وړاندیزونه کړی دی. د دې ډلې په اعلامیه راغلى، چې د طالبانو د دغه وړاندیز هرکلی کوی، چې د روانې جګړې د ملکی تلفاتو د څېړنې او ارزونې لپاره دې یو پراخ بنسټه کمېسیون جوړ شی. دا ډله له افغان دولت او ملګرو ملتونو څخه غواړی، چې د طالبانو دې غوښتنې ته ځواب ورکړی. د زمری په 24 نېټه طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یوه داسی کمېسیون د جوړیدو وړاندیز وکړ، چې پکې د جګړې ټولې غاړې، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشری حقونو ډلې ګډون ولری او په جګړه کې د ملکی مرګ- ژوبلې په اړه پلټنې وکړی