د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په مرکز کې د ماین په دوو چاودنو کې څلور عام وګړی مړه او د سړک جوړونې د یوه ساتونکی په ګډون پنځه نور ټپیان شول. د دهراوود ولسوال خلیفه سعادت رسنیو ته وویل، چې چاودنه د چارچینو په اډه کې رامنځته شوه. نوموړى وایی، چې د چاودنې هدف د یوې پوستې قوماندان عبدالمنان و، چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، خو هغه ته زیان نه دى رسېدلى. همدا ډول پرون ماښام 6:30 نیجې بجې د دې ولایت د چورې ولسوالۍ د سهراب ګودر په سیمه کې پر یوه موټر سایکل چاودنه وشوه. د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان ګل محمد وایی، چې په چاودنه کې پر موټر سایکل سپاره دوه تنه سخت ټپیان شوی، چې یو یې عام وګړى او بل یې د سړک جوړونې د شرکت ساتونکى دى. د دې داړوو پیښو مسؤلیت تردې دمه، چا پر غاړه نه دى اخیستى.