خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
اروزګان کې 9 تنو ته مرګ ژوبله واوښته

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په مرکز کې د ماین په دوو چاودنو کې څلور عام وګړی مړه او د سړک جوړونې د یوه ساتونکی په ګډون پنځه نور ټپیان شول.
د دهراوود ولسوال خلیفه سعادت رسنیو ته وویل، چې چاودنه د چارچینو په اډه کې رامنځته شوه.
نوموړى وایی، چې د چاودنې هدف د یوې پوستې قوماندان عبدالمنان و، چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، خو هغه ته زیان نه دى رسېدلى.
همدا ډول پرون ماښام 6:30 نیجې بجې د دې ولایت د چورې ولسوالۍ د سهراب ګودر په سیمه کې پر یوه موټر سایکل چاودنه وشوه.
د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان ګل محمد وایی، چې په چاودنه کې پر موټر سایکل سپاره دوه تنه سخت ټپیان شوی، چې یو یې عام وګړى او بل یې د سړک جوړونې د شرکت ساتونکى دى.
د دې داړوو پیښو مسؤلیت تردې دمه، چا پر غاړه نه دى اخیستى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.