د ناټو په مشرۍ نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) د افغانستان په جنوب کې د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د یادو ځواکونو د مطبوعاتی دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى. سرچینې زیاته کړې، چې یاد شوی سرتېری یې وړمه ورځ د افغانستان په جنوب کې د ماین د چاودنو پر مهال وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځاى او د وژل شویو سرتېرو هویت نه دى په ډاګه شوى. پرون سهار هم ایساف د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى و، چې دوه تنه یې اسټرالیایی وو. د روان میلادی کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېره 446 تنو ته ورسېده، چې یواځې 281 تنه یې امریکایان دی