Back
په جنوب کې د ایساف درې سرتېری ووژل شول
Published: 1389/05/31 0:0News ID: 1506Source: ایرکا خبری آژانس

د ناټو په مشرۍ نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) د افغانستان په جنوب کې د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د یادو ځواکونو د مطبوعاتی دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچینې زیاته کړې، چې یاد شوی سرتېری یې وړمه ورځ د افغانستان په جنوب کې د ماین د چاودنو پر مهال وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځاى او د وژل شویو سرتېرو هویت نه دى په ډاګه شوى.
پرون سهار هم ایساف د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى و، چې دوه تنه یې اسټرالیایی وو.
د روان میلادی کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېره 446 تنو ته ورسېده، چې یواځې 281 تنه یې امریکایان دی