رجوع
دتیلو په ټانک کې یوه چاودنه شوې
تاريخ النشر: 1389/05/31 0:0رمز الخبر: 1522المصدر: آژانس خبری ایرکا

دپکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار ختیځ لور ته تیلو په ټانک کې یوه چاودنه وشوه چې ، له امله یې درې ملکی وګړی ټپیان شوی دی.
دپکتیا ولایت د وږې ولسوال عبدالولی ځدران وویل چې ، چې دغه چاودنه دوږی په ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې ،په پایله کې درې ملکی کسان ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې، دغه چاودنه یوه بمی چاودنه وه چې تیره ورځ د طالبانو لخوا ایښودل شوی وو.
طالبانو ددې چاودنې مسوولیت په غاړه اخستی او وایی چې ،چاودنه په یوه ټانکر باندې شوې چې ، په ترڅ کې یو تن مړ او درې تنه نور ټپیان شوی دی.
خو سیمه ایز چارواکی دغه ادعا ناسمه بولی .
دا په داسې حال کې چې ، څو ورځې وړاندې طالبانو د یو کمیسیون د جوړیدو وړاندیز کړی وو ، ترڅو د ملکی وګړو دمرګ ژوبلې په اړه څیړنې وکړی چې ، دملکی کسانو به مرګ ژوبله کې کوم لوری ګرم دی.