دپکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار ختیځ لور ته تیلو په ټانک کې یوه چاودنه وشوه چې ، له امله یې درې ملکی وګړی ټپیان شوی دی. دپکتیا ولایت د وږې ولسوال عبدالولی ځدران وویل چې ، چې دغه چاودنه دوږی په ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې ،په پایله کې درې ملکی کسان ټپیان شول. هغه زیاته کړه چې، دغه چاودنه یوه بمی چاودنه وه چې تیره ورځ د طالبانو لخوا ایښودل شوی وو. طالبانو ددې چاودنې مسوولیت په غاړه اخستی او وایی چې ،چاودنه په یوه ټانکر باندې شوې چې ، په ترڅ کې یو تن مړ او درې تنه نور ټپیان شوی دی. خو سیمه ایز چارواکی دغه ادعا ناسمه بولی . دا په داسې حال کې چې ، څو ورځې وړاندې طالبانو د یو کمیسیون د جوړیدو وړاندیز کړی وو ، ترڅو د ملکی وګړو دمرګ ژوبلې په اړه څیړنې وکړی چې ، دملکی کسانو به مرګ ژوبله کې کوم لوری ګرم دی.