رجوع
امریکاپه افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کړی
تاريخ النشر: 1389/06/04 0:0رمز الخبر: 1578المصدر: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د امریکایی او ناټو پوځیانو قومندان د چهارشنبې په ورځ وویل، چې دى له طالبانو سره د پخلاینې د هلوځلو ملاتړ کوی او د امریکا متحدو ایالتونو په ځینو قضیو کې له یاغیانو(طالبان اود دولت نور وسله وال مخالفان) سره د خبرو اترو له پرمختګ سره مرسته کړې ده.
جنرال ډېوېډ پیټریوس له فکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو د پیلولو مخکښ رول په غاړه لری او په دې منځ کې امریکا دا بهیر له نژدې څارلى دى.
وړمه ورځ نیویارک ټایمز په یوه راپور کې لیکلی وو، چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ په وروستیو کې په دوبۍ کې پټې خبرې شوې دی .
تر دې مخکې جګپوړو امریکایی مامورینو بیا بیا ویلی وو، چې د طالبانو له مشرانو سره د سولې خبرې یوازې هغه وخت نتیجه لرلى شی، چې طالبان په دې قانع شی، چې د جګړې په میدان کې لاسبری نه دی.
خو د جنرال پېټریوس څرګندونې له طالبانو سره د خبرو او روغې جوړې لپاره د امریکا د زیاتې لېوالتیا ښودنه کوی، خو یوازې دا شرط ږدی، چې طالبان به له القاعده شبکې سره اړیکې شلوی.