خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/04 0:0کد خبر: 1578

امریکاپه افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کړی

امریکاپه افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کړی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

په افغانستان کې د امریکایی او ناټو پوځیانو قومندان د چهارشنبې په ورځ وویل، چې دى له طالبانو سره د پخلاینې د هلوځلو ملاتړ کوی او د امریکا متحدو ایالتونو په ځینو قضیو کې له یاغیانو(طالبان اود دولت نور وسله وال مخالفان) سره د خبرو اترو له پرمختګ سره مرسته کړې ده. جنرال ډېوېډ پیټریوس له فکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو د پیلولو مخکښ رول په غاړه لری او په دې منځ کې امریکا دا بهیر له نژدې څارلى دى. وړمه ورځ نیویارک ټایمز په یوه راپور کې لیکلی وو، چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ په وروستیو کې په دوبۍ کې پټې خبرې شوې دی . تر دې مخکې جګپوړو امریکایی مامورینو بیا بیا ویلی وو، چې د طالبانو له مشرانو سره د سولې خبرې یوازې هغه وخت نتیجه لرلى شی، چې طالبان په دې قانع شی، چې د جګړې په میدان کې لاسبری نه دی. خو د جنرال پېټریوس څرګندونې له طالبانو سره د خبرو او روغې جوړې لپاره د امریکا د زیاتې لېوالتیا ښودنه کوی، خو یوازې دا شرط ږدی، چې طالبان به له القاعده شبکې سره اړیکې شلوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.