رجوع
پاکستانی سېلاب ځپلو سره د اسلامی هېوادنو د مرستې اعلان
تاريخ النشر: 1389/06/09 0:0رمز الخبر: 1654المصدر: ایرکا خبری آژانس

د اسلامی کنفرانس سازمان وایی، اسلامی هېوادونو، موسېسو او افرادو له پاکستان سره د مرستې لپاره تقریباً یو ملیارد ډالرو نغدی مرستې ژمنه کړې ده.
د دې سازمان مشر اکمل الدین احسان اوغلو وویل، اسلامی هېوادونو، غیر دولتی موسېسو او نورو ادارو د سعودی عربستان، ترکیې، کویټ، متحده عربی اماراتو او قطر په ګډون د دغو مرستو ژمنه وکړه.
نوموړی څرګنده نه کړه، چې څومره پیسې به د پاکستان د حکومت او څومره د خپلواکو سازمانونو په وسیله سېلاب ځپلو ته ورکړل شی.
په عین حال کې د پاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګېلانی د پاکستان د حکومت پر ځاى د اینجوګانو له لارې د مرستو پر بهیر انتقاد کړى او ویلی یې دی، چې کېداى شی زیاتې پیسې ضایع شی.
په پاکستان کې وروستیو سېلابونو شاوخوا 17 ملیونه خلک اغېزمن کړی دی.