د اسلامی کنفرانس سازمان وایی، اسلامی هېوادونو، موسېسو او افرادو له پاکستان سره د مرستې لپاره تقریباً یو ملیارد ډالرو نغدی مرستې ژمنه کړې ده. د دې سازمان مشر اکمل الدین احسان اوغلو وویل، اسلامی هېوادونو، غیر دولتی موسېسو او نورو ادارو د سعودی عربستان، ترکیې، کویټ، متحده عربی اماراتو او قطر په ګډون د دغو مرستو ژمنه وکړه. نوموړی څرګنده نه کړه، چې څومره پیسې به د پاکستان د حکومت او څومره د خپلواکو سازمانونو په وسیله سېلاب ځپلو ته ورکړل شی. په عین حال کې د پاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګېلانی د پاکستان د حکومت پر ځاى د اینجوګانو له لارې د مرستو پر بهیر انتقاد کړى او ویلی یې دی، چې کېداى شی زیاتې پیسې ضایع شی. په پاکستان کې وروستیو سېلابونو شاوخوا 17 ملیونه خلک اغېزمن کړی دی.