د جمعې په ورځ پاکستانی طالبانو پر امریکا او اروپا د تازه بریدونو ګواښ وکړ، چې په وینا یې، ډېر ژر به دغه بریدونه تنظیم کړی. دا ګواښ یې وروسته ترهغې وکړ، چې واشنګټن دغه ډله د تروریستانو په فهرست کې شامله کړه. د چهارشنبې په ورځ امریکا وویل، چې د طالبانو یوه ډله تحریک طالبان پاکستان یې د بهرنیو تروریستی ډلو په لېست کې شامله کړه. دې ډلې ته د پاکستان د طالبانو تحریک هم وایی.