Back
پاکستانی طالبانو پر امریکا او اروپا د بریدونو ګواښ وکړ
Published: 1389/06/13 0:0News ID: 1740Source: آژانس خبری ایرکا

د جمعې په ورځ پاکستانی طالبانو پر امریکا او اروپا د تازه بریدونو ګواښ وکړ، چې په وینا یې، ډېر ژر به دغه بریدونه تنظیم کړی.
دا ګواښ یې وروسته ترهغې وکړ، چې واشنګټن دغه ډله د تروریستانو په فهرست کې شامله کړه.
د چهارشنبې په ورځ امریکا وویل، چې د طالبانو یوه ډله تحریک طالبان پاکستان یې د بهرنیو تروریستی ډلو په لېست کې شامله کړه.
دې ډلې ته د پاکستان د طالبانو تحریک هم وایی.