د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې پرون له غرمې وروسته له فلسطینی مسلمانانو سره د یووالی (القدس) ورځ د لمانځلو پرمهال ځانمرګى برید وشو، چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. عینی شاهدان وایی، یوه ځانمرګی برید کوونکی، چې ځان پورې یې چاودېدونکی توکی تړلی وو، د خلکو په منځ کې ځان والوځاوه او له دې سره سخته چاودنه رامنځته شوه. په کوټه کې د روغتونونو مسؤلین وایی، چې 28 مړی او له 70 څخه زیات ټپیان ور وړل شوی دی. په ټپیانو کې د بېلا بېلو ځایی تلوېزیونی شبکو دوه خبریالان او درې کمره مینان هم شامل دی. د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د پنجاب ایالت په لاهور کې هم، د شیعه مذهبی ډلې پر یوې غونډې د ځانمرګو بریدونو له کبله 40 تنه ووژل شول او له 200 زیات ټپیان شوی وو.