خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کوټه کې ځانمرګی برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې پرون له غرمې وروسته له فلسطینی مسلمانانو سره د یووالی (القدس) ورځ د لمانځلو پرمهال ځانمرګى برید وشو، چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عینی شاهدان وایی، یوه ځانمرګی برید کوونکی، چې ځان پورې یې چاودېدونکی توکی تړلی وو، د خلکو په منځ کې ځان والوځاوه او له دې سره سخته چاودنه رامنځته شوه.
په کوټه کې د روغتونونو مسؤلین وایی، چې 28 مړی او له 70 څخه زیات ټپیان ور وړل شوی دی.
په ټپیانو کې د بېلا بېلو ځایی تلوېزیونی شبکو دوه خبریالان او درې کمره مینان هم شامل دی.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د پنجاب ایالت په لاهور کې هم، د شیعه مذهبی ډلې پر یوې غونډې د ځانمرګو بریدونو له کبله 40 تنه ووژل شول او له 200 زیات ټپیان شوی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.