رجوع
په چمن کی ځانمرګی برید 30 تنه ووژل
تاريخ النشر: 1389/06/19 0:0رمز الخبر: 1855المصدر: آژانس خبری ایرکا

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ته څیرمه د پولی ها غاړی ته په چمن ښارګوټی کی په یوه دینی مدرسه کی ځانمرګى برید شاوخوا دیرش تنه وژلی دی .
یوه امنیتی سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایی چی چاودنه شاوخوا یوولس نیمی بجی د نوموړی ښارګوټی د غمی اغا په نوم په یوه دینی مدرسه کی سوی ده .
د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان هم د پیښی پخلى کوی خو وایی چی نور معلومات په لاس کی نه لری .
په سپین بولدک ولسوالۍ کی د سرحدی پولیسو د څلورمی لوا درستیزوال جنرال عبدالرازق هم د پیښی پخلى کوی او وایی چی پیښه په یوه کورکی چیری چی ماینونه جوړیدل رامنځ ته سوی ده .
په وینا یی چی نور معلومات به وروسته د بینوا سره شریک کړی .
تر دی مهاله د نوموړی پیښی په اړه په سیمه کی چارواکو څه نه دی ویلی .
نور وروسته ...