د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ته څیرمه د پولی ها غاړی ته په چمن ښارګوټی کی په یوه دینی مدرسه کی ځانمرګى برید شاوخوا دیرش تنه وژلی دی . یوه امنیتی سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایی چی چاودنه شاوخوا یوولس نیمی بجی د نوموړی ښارګوټی د غمی اغا په نوم په یوه دینی مدرسه کی سوی ده . د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان هم د پیښی پخلى کوی خو وایی چی نور معلومات په لاس کی نه لری . په سپین بولدک ولسوالۍ کی د سرحدی پولیسو د څلورمی لوا درستیزوال جنرال عبدالرازق هم د پیښی پخلى کوی او وایی چی پیښه په یوه کورکی چیری چی ماینونه جوړیدل رامنځ ته سوی ده . په وینا یی چی نور معلومات به وروسته د بینوا سره شریک کړی . تر دی مهاله د نوموړی پیښی په اړه په سیمه کی چارواکو څه نه دی ویلی . نور وروسته ...