رجوع
د کندهار مرستیال ښاروال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
تاريخ النشر: 1389/07/13 0:0رمز الخبر: 2253المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کندهار مرستیال ښاروال چې پرون له غرمې وروسته د ناپېژاندو وسلوالو په یوه برید کې سخت ټپی شوى و، تېره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
مرستیال ښاروال نوراحمد نظری، پرون له غرمې وروسته په داسې حال کې، چې له خپل کار دفتر څخه د کور په لوری پلى روان و، ناپېژاندو وسلوالو موټرسایکل سپرو پرې د ښار د دویمې ناحیې اړونده د کارېز بازار په سیمه کې ډزې وکړې او هغه یې سخت ټپی کړ.
د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د تلې په 13مه، وویل، چې نظری میرویس روغتون ته وړل شوى و، خو تېره شپه یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
هغه زیاته کړه، چې مرستیال ښاروال نوراحمد نظری به نن د کندهار ښار اړونده د ذاکر شریف په سیمه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شی.
د میرویس روغتون یوه ډاکټر چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل، چې مرستیال ښاروال د بدن په څو برخو کې سخت ټپی شوى او ډېره وینه ترې بهېدلې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دوى ډېره هڅه وکړه، چې د هغه ژوند وژغوری، خو بریالی نه شول.
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د کندهار د ښاروالۍ یو بل مرستیال عزیزالله یارمل هم په کندهار ښار کې وژل شوى و.
له تېرو څو میاشتې راهیسې په کندهار ښار او شاوخوا ولسوالیو کې هدفی وژنې او د ترور لړۍ پیل شوې ده.
په دې لړ کې تر اوسه له 30 زیات قومی مشران، دولتی کارکوونکی او عام وګړی وژل شوی دی.
دغه وژنې په داسې حال کې ترسره کېږی، چې سلګونو افغان او نړیوالو ځواکونو په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پیل کړې دی.