خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/13 0:0کد خبر: 2253

د کندهار مرستیال ښاروال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

د کندهار مرستیال ښاروال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کندهار مرستیال ښاروال چې پرون له غرمې وروسته د ناپېژاندو وسلوالو په یوه برید کې سخت ټپی شوى و، تېره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. مرستیال ښاروال نوراحمد نظری، پرون له غرمې وروسته په داسې حال کې، چې له خپل کار دفتر څخه د کور په لوری پلى روان و، ناپېژاندو وسلوالو موټرسایکل سپرو پرې د ښار د دویمې ناحیې اړونده د کارېز بازار په سیمه کې ډزې وکړې او هغه یې سخت ټپی کړ. د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د تلې په 13مه، وویل، چې نظری میرویس روغتون ته وړل شوى و، خو تېره شپه یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. هغه زیاته کړه، چې مرستیال ښاروال نوراحمد نظری به نن د کندهار ښار اړونده د ذاکر شریف په سیمه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شی. د میرویس روغتون یوه ډاکټر چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل، چې مرستیال ښاروال د بدن په څو برخو کې سخت ټپی شوى او ډېره وینه ترې بهېدلې وه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دوى ډېره هڅه وکړه، چې د هغه ژوند وژغوری، خو بریالی نه شول. د یادونې وړ ده، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د کندهار د ښاروالۍ یو بل مرستیال عزیزالله یارمل هم په کندهار ښار کې وژل شوى و. له تېرو څو میاشتې راهیسې په کندهار ښار او شاوخوا ولسوالیو کې هدفی وژنې او د ترور لړۍ پیل شوې ده. په دې لړ کې تر اوسه له 30 زیات قومی مشران، دولتی کارکوونکی او عام وګړی وژل شوی دی. دغه وژنې په داسې حال کې ترسره کېږی، چې سلګونو افغان او نړیوالو ځواکونو په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې چاڼیز عملیات له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پیل کړې دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.