رجوع
ملی امنیت: په بادغیس کې د طالبانو له خوا نومول شوى والی ووژل شو
تاريخ النشر: 1389/07/14 0:0رمز الخبر: 2271المصدر: ایرکا خبری آژانس

د بادغیس ولایت ته د وسلوالو طالبانو له خوا نومول شوى والی مولوی محمد اسماعیل د هغه له پنځو ملګرو سره ووژل شو.
د بادغیس د ملی امنیت ریاست یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د تلې په 14مه، پژواک خبری اژانس ته وویل، چې یاد شوی کسان نن له غرمې مخکې لس بجې د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د خم ګردک سیمې په قیل رېخته کلی کې د بهرنیو او ملی اردو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، له مولوی محمد اسماعیل سره وژل شوی پنځه تنه هم د طالبانو ځایی سرګروپان وو.
دغه راز هغه وویل، چې په دې عملیاتو کې پنځه وسلوال طالبان ټپیان شوی هم دی.
د بالامرغاب ولسوالۍ د سنې د کلی اوسېدونکى او قومی مشر ملا تورجان هم، د یادو کسانو وژل او ټپی کېدل تایید کړل.
هغه پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې د مولوی محمد اسماعیل ورور مولوی جهان داد هم شامل دى.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلی .