د بادغیس ولایت ته د وسلوالو طالبانو له خوا نومول شوى والی مولوی محمد اسماعیل د هغه له پنځو ملګرو سره ووژل شو. د بادغیس د ملی امنیت ریاست یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د تلې په 14مه، پژواک خبری اژانس ته وویل، چې یاد شوی کسان نن له غرمې مخکې لس بجې د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د خم ګردک سیمې په قیل رېخته کلی کې د بهرنیو او ملی اردو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی. د سرچینې په وینا، له مولوی محمد اسماعیل سره وژل شوی پنځه تنه هم د طالبانو ځایی سرګروپان وو. دغه راز هغه وویل، چې په دې عملیاتو کې پنځه وسلوال طالبان ټپیان شوی هم دی. د بالامرغاب ولسوالۍ د سنې د کلی اوسېدونکى او قومی مشر ملا تورجان هم، د یادو کسانو وژل او ټپی کېدل تایید کړل. هغه پژواک خبری اژانس ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې د مولوی محمد اسماعیل ورور مولوی جهان داد هم شامل دى. وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلی .