د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې ددې ولسوالۍ د قومی شورا مشر ووژل شو. د دهراوود ولسوال خلیفه سعادت د تلې په 21مه، وویل چې دغه چاودنه تېر مازیګر شوې ده. هغه زیاته کړه چې په چاودنه کې ددې ولسوالۍ د قومی شورا مشر حاجی احمد خان اکا ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شوی دی . د ولسوال په وینا، حاجی احمد خان له ولسوالۍ څخه د خپل کور پر لور روان و، چې په لاره کې ورته ځاى پر ځاى شوى ماین یې پر موټر وچاودېد. دى وایی چې د چاودنې له امله هغه او دوه نور کسان ټپیان شوی و، خو حاجی احمد خان اکا د سختو ټپونو له امله دولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه. خلیفه سعادت وایی چې په دوو نورو ټپیانو کې یو ماشوم دى، چې د هغه روغتیایی حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى دى . ددې پېښې مسوولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخیستى. د یادونې وړ ده ، چې نږدې یوه اونۍ مخکې ددې ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړونده د درافشان په سیمه کې د محمد رسول خان په نامه یو بل قومی مشر هم وژل شوى و.