Back
د دهراوود ولسوالۍ د قومی شورا مشر په چاودنه کې ووژل شو
Published: 1389/07/21 0:0News ID: 2350Source: ایرکا خبری آژانس

د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې ددې ولسوالۍ د قومی شورا مشر ووژل شو.
د دهراوود ولسوال خلیفه سعادت د تلې په 21مه، وویل چې دغه چاودنه تېر مازیګر شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په چاودنه کې ددې ولسوالۍ د قومی شورا مشر حاجی احمد خان اکا ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شوی دی .
د ولسوال په وینا، حاجی احمد خان له ولسوالۍ څخه د خپل کور پر لور روان و، چې په لاره کې ورته ځاى پر ځاى شوى ماین یې پر موټر وچاودېد.
دى وایی چې د چاودنې له امله هغه او دوه نور کسان ټپیان شوی و، خو حاجی احمد خان اکا د سختو ټپونو له امله دولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه.
خلیفه سعادت وایی چې په دوو نورو ټپیانو کې یو ماشوم دى، چې د هغه روغتیایی حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى دى .
ددې پېښې مسوولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخیستى.
د یادونې وړ ده ، چې نږدې یوه اونۍ مخکې ددې ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړونده د درافشان په سیمه کې د محمد رسول خان په نامه یو بل قومی مشر هم وژل شوى و.