رجوع
د پکتیا 7 شخصی امنیتی کمپنۍ بې وسلې شوې
تاريخ النشر: 1389/08/10 0:0رمز الخبر: 2562المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ډایاک پروګرام ته د شخصصی 7 امنیتی کمپنیو مسؤلینو خپلې وسلې د امنیتی چارواکو له لارې وسپارلې.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې 147 مېله بېلابېلې هغه وسلې د ډایاک یا د بې وسلی کولو پروګرام ته وسپارل شوې، چې د شخصی امنیتی کمپنیو څخه راټولې شوې وې.
په سویل ختیځ زون کې د پنځه سوه پنځم سپین غر قومندانۍ قومندان ګل نبی احمدزى وایی، دغه 147 میله وسلې یی د شمشاد، فرید کوهی، خالد یوسف، شېر ګردیزی، اریوب، وایګل او فرید له کمپنیو څخه اخیستې دی، چې د سړک جوړونې د شرکتونو او د بهرنیو ځواکونو پوځی اډو ته د اکمالاتی کاروانونو ساتنه یې کوله.
ځایې چارواکی وایی، چې په ور سپارل شویو وسلو کې روسی، چینایې او پاکستانی کلاشینکوفونه، پیکاوې او راکټ شامل دی، چې د پکتیا له اوو امنیتی کمپنیو څخه اخیستل شوې دی.
د پکتیا امنیه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وایی، دا مهال په دې ولایت کې یوه امنیتی کمپنۍ هم نه شته، چې ناقانونه وسلې دې ولری.
د دې وسلو سپارونکی وایی، چې وسلې یې په خپله خوښه امنیتی ځواکونو ته سپارلې دی.
د شخصی امنیتی کمپنیو بې وسلې کول، چې د جمهور رئیس کرزی د (62) حکم له مخې تر سره کېږی د پکتیا ولایتی چارواکی یې په اړه وایی، چې په دې ولایت کې به د شلو ورځو په اوږدو کې د شخصی امنیتی کمپنیو وسلې په بشپړ ډول راټولې او د ډایاک پروګرام ته به یې وسپاری.
که څه هم دا لومړى ځل نه دى، چې ناقانونه وسلې د ډایاک پروګرام ته سپارل کېږی، خو چارواکی وایی، چې له دې سره د ناقانونه وسلو د راټولولو لړۍ پاى ته په رسېدو ده.
پاتې دې نه وې، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیا ولایت کې یو شمېر هغه وسلې، چې د ځایې پخوانیو جهادی قومندانانو او د شخصی امنیتی کمپنیو څخه اخیستل شوې وې د ډایاک کمېسیون ته وسپارل شوې.