خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/10 0:0کد خبر: 2562

د پکتیا 7 شخصی امنیتی کمپنۍ بې وسلې شوې

د پکتیا 7 شخصی امنیتی کمپنۍ بې وسلې شوې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ډایاک پروګرام ته د شخصصی 7 امنیتی کمپنیو مسؤلینو خپلې وسلې د امنیتی چارواکو له لارې وسپارلې. د پکتیا په مرکز ګردېز کې 147 مېله بېلابېلې هغه وسلې د ډایاک یا د بې وسلی کولو پروګرام ته وسپارل شوې، چې د شخصی امنیتی کمپنیو څخه راټولې شوې وې. په سویل ختیځ زون کې د پنځه سوه پنځم سپین غر قومندانۍ قومندان ګل نبی احمدزى وایی، دغه 147 میله وسلې یی د شمشاد، فرید کوهی، خالد یوسف، شېر ګردیزی، اریوب، وایګل او فرید له کمپنیو څخه اخیستې دی، چې د سړک جوړونې د شرکتونو او د بهرنیو ځواکونو پوځی اډو ته د اکمالاتی کاروانونو ساتنه یې کوله. ځایې چارواکی وایی، چې په ور سپارل شویو وسلو کې روسی، چینایې او پاکستانی کلاشینکوفونه، پیکاوې او راکټ شامل دی، چې د پکتیا له اوو امنیتی کمپنیو څخه اخیستل شوې دی. د پکتیا امنیه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وایی، دا مهال په دې ولایت کې یوه امنیتی کمپنۍ هم نه شته، چې ناقانونه وسلې دې ولری. د دې وسلو سپارونکی وایی، چې وسلې یې په خپله خوښه امنیتی ځواکونو ته سپارلې دی. د شخصی امنیتی کمپنیو بې وسلې کول، چې د جمهور رئیس کرزی د (62) حکم له مخې تر سره کېږی د پکتیا ولایتی چارواکی یې په اړه وایی، چې په دې ولایت کې به د شلو ورځو په اوږدو کې د شخصی امنیتی کمپنیو وسلې په بشپړ ډول راټولې او د ډایاک پروګرام ته به یې وسپاری. که څه هم دا لومړى ځل نه دى، چې ناقانونه وسلې د ډایاک پروګرام ته سپارل کېږی، خو چارواکی وایی، چې له دې سره د ناقانونه وسلو د راټولولو لړۍ پاى ته په رسېدو ده. پاتې دې نه وې، چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیا ولایت کې یو شمېر هغه وسلې، چې د ځایې پخوانیو جهادی قومندانانو او د شخصی امنیتی کمپنیو څخه اخیستل شوې وې د ډایاک کمېسیون ته وسپارل شوې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.