د یوې ترافیکی پېښې په ترڅ کې د هرات ولایت د عامه نظم 4 پولیس مړه او 5 نور ټپیان شول. د هرات ولایت د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل کلید ته وویل، دغه پېښه نن سهار د ګذرې ولسوالۍ اړوند د کوتل خاکی په سیمه کې رامنځته شوې. د نوموړی په وینا، دغه پولیس له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو، چې موټر یې له لارې بې لارې او وروسته چپه شو. ویل کېږی، چې د ټپیانو له جملې څخه د دوو روغتیا یی حالت د اندېښنې وړ دى. د یو شمېر خلکو او شنونکو په وینا، له ترافیکی قوانینو څخه د نظامی موټر چلونکو نه خبرتیا د دې سبب ګرځی، چې کله ناکله دغه رازر پېښې رامنځته شی. د ځایی چارواکو د معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې د لویدیزې حوزې20 تنو امنیتی سرتېرو ته د ترافیکی پېښو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې.