Back
هرات کې 9 پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته
Published: 1389/08/12 0:0News ID: 2586Source: ایرکا خبری آژانس

د یوې ترافیکی پېښې په ترڅ کې د هرات ولایت د عامه نظم 4 پولیس مړه او 5 نور ټپیان شول.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل کلید ته وویل، دغه پېښه نن سهار د ګذرې ولسوالۍ اړوند د کوتل خاکی په سیمه کې رامنځته شوې.
د نوموړی په وینا، دغه پولیس له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو، چې موټر یې له لارې بې لارې او وروسته چپه شو.
ویل کېږی، چې د ټپیانو له جملې څخه د دوو روغتیا یی حالت د اندېښنې وړ دى.
د یو شمېر خلکو او شنونکو په وینا، له ترافیکی قوانینو څخه د نظامی موټر چلونکو نه خبرتیا د دې سبب ګرځی، چې کله ناکله دغه رازر پېښې رامنځته شی.
د ځایی چارواکو د معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې د لویدیزې حوزې20 تنو امنیتی سرتېرو ته د ترافیکی پېښو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې.