رجوع
غزنی کې 3 تنه له وسلو سره ونیول شول
تاريخ النشر: 1389/09/23 0:0رمز الخبر: 3145المصدر: ایرکا خبری آژانس

ځایی چارواکی وایی، چې د غزنی ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې درې تنه له وسلو سره نیولی دی.
د غزنی د والی ویاند معروف ایوبی د دې خبر په تائیدولو سره کلید ته وویل، د اندړو ولسوالۍ د اتل په کلی کې د افغان سرتېرو او ائتلافی ځواکونو لخوا درې تنه له یو میل یولس ډزی او یو میل کرابین ټوپک سره ونیول شول، چې نیول شوی کسان اوس مهال تر څېړنو لاندی دی.
د یو بل خبر له مخی د ګېرو ولسوالۍ د چت خیلو په سیمه کې د ملی اردو او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو تن له دولس ډوله بېلابېلو وسلو سره نیولى دى.