رجوع
دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی سا ورکړه
تاريخ النشر: 1389/09/23 0:0رمز الخبر: 3153المصدر: ایرکا خبری آژانس

د امریکا ولسمشربارک اوباما د ریچارد هولبروک د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ یو حقیقی مخکښ وباله.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلری کلنټن د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازی ریچارد هولبروک پر مړینې خواشینی څرګنده کړه اود هغه هلې ځلې یې وستایلې.
د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما او د بهرنیوچارو وزیرې هیلری کلنټن د افغانستان لپاره د امریکا د خاص استازی ریچارد هولبروک پر مړینې ژوره خواشینی ښکاره کړه.
د ولسمشرکرزی یوه ویاند سیامک هروی هم د هولبروک پر مړینې خواشینی څرګنده کړه او د امریکا له حکومت او ملت ته سره یې خواخوږی څرګنده کړه.
نوموړی له تېرو دوکلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازی په توګه دنده ترسره کوله او له هغې مخکې یی په بوسنیا کې د دیتان په نامه د اوربند د تړون په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی وو.
هولبروک دغه راز په ملګروملتونواو جرمنی کې د امریکا د سفیر په توګه هم خدمت کړی او دوه ځلی یې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د یوشمېر افغان کارپوهانو په باور هولبروک د افغانستان په پرتله پاکستان ته زیات لېوال وو او د افغانستان د پالیسۍ د جوړولو په وخت یې د پاکستان خبرو ته زیات غوږ نیوه.
په واشنګټن کې د امریکا سفیر حسین حقانی د هولبروک مړینه لویه ضایعه وبلله.حقانی وویل چې هولبروک په سیمه کې د سولې
او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره مهمې هلې ځلې وکړې.