د امریکا ولسمشربارک اوباما د ریچارد هولبروک د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ یو حقیقی مخکښ وباله. د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلری کلنټن د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازی ریچارد هولبروک پر مړینې خواشینی څرګنده کړه اود هغه هلې ځلې یې وستایلې. د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما او د بهرنیوچارو وزیرې هیلری کلنټن د افغانستان لپاره د امریکا د خاص استازی ریچارد هولبروک پر مړینې ژوره خواشینی ښکاره کړه. د ولسمشرکرزی یوه ویاند سیامک هروی هم د هولبروک پر مړینې خواشینی څرګنده کړه او د امریکا له حکومت او ملت ته سره یې خواخوږی څرګنده کړه. نوموړی له تېرو دوکلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازی په توګه دنده ترسره کوله او له هغې مخکې یی په بوسنیا کې د دیتان په نامه د اوربند د تړون په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی وو. هولبروک دغه راز په ملګروملتونواو جرمنی کې د امریکا د سفیر په توګه هم خدمت کړی او دوه ځلی یې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. د یوشمېر افغان کارپوهانو په باور هولبروک د افغانستان په پرتله پاکستان ته زیات لېوال وو او د افغانستان د پالیسۍ د جوړولو په وخت یې د پاکستان خبرو ته زیات غوږ نیوه. په واشنګټن کې د امریکا سفیر حسین حقانی د هولبروک مړینه لویه ضایعه وبلله.حقانی وویل چې هولبروک په سیمه کې د سولې او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره مهمې هلې ځلې وکړې.