کله لایق د تورو غشیو د نیزو دی حسین سر یې خپل ورکړ لاس یې ورنه کړ په لاس د یزېد خدایګو بنا د لا اله الا هو دی حسین ای د دنیا تاریخه اوس خو لافانی شوې ته هم ستا اننګو کې چې تل تل په ځلیدو دی حسین چې عقلمن د جهان ټول ګوته په خوله دې ورته هغه سالار خو د اسلام د لیونو دی حسین چې یې سپرلی کړلو په ټکنده غرمو د ضمیر پروت بې کفنه کربلا کې په غرمو دی حسین انسانیت به ورته سر د نیاز خم لری تل روح په قالب کې د راتلونکو زمانو دی حسین حمزه بابا