بېرته
هغه سردار چې د جنت د شا زلمو دی حسین
د خپرېدو نېټه: 1389/09/23 0:0د خبر شمېره: 3154سرچینه: ایرکا خبری آژانس

کله لایق د تورو غشیو د نیزو دی حسین
سر یې خپل ورکړ لاس یې ورنه کړ په لاس د یزېد
خدایګو بنا د لا اله الا هو دی حسین
ای د دنیا تاریخه اوس خو لافانی شوې ته هم
ستا اننګو کې چې تل تل په ځلیدو دی حسین
چې عقلمن د جهان ټول ګوته په خوله دې ورته
هغه سالار خو د اسلام د لیونو دی حسین
چې یې سپرلی کړلو په ټکنده غرمو د ضمیر
پروت بې کفنه کربلا کې په غرمو دی حسین
انسانیت به ورته سر د نیاز خم لری تل
روح په قالب کې د راتلونکو زمانو دی حسین
حمزه بابا