رجوع
د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهځنی ودانۍ ګټې اخیستنې ته وړانې شوه
تاريخ النشر: 1389/09/30 0:0رمز الخبر: 3231المصدر: ایرکا خبری آژانس

په ننګرهار پوهنتون کې د پاکستان په شپږ نېم میلونه امریکایی ډالره مرسته د ساینس او ټېکنالوژۍ نوی جوړیدونکی پوهنځی ودانۍ ترجوړېدو وروسته د یو شمېر افغان چارواکو او په کابل کې د مېشت پاکستانی سفیر لخوا پرانېستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکټر صابر مومند وایی، د دې ودانۍ د جوړېدو کار په دوه زره شپږم زېږدیز کې پیل شوى او په دوه زره نهم کې پاى ته رسېدلى و، خو پرانېسته یې دې ته ځنډ وه، چې اړین توکی یې نه لرل.
د پوهنتون رئیس وایی، جوړه شوې درې پوړیزه ودانۍ پر څلیریشت درسی خونو سربېره نورې اسانتیاوې هم لری، چې دوى به ترې د ساینس او ټېکنالوژۍ د نوی پوهنځی ترڅنګ د نورو پوهنځیو لپاره هم ګټه واخلی.
د ننګرهار پوهنتون رئیس کلید ته وویل، چې د ودانیو د نشتوالی برخه کې نورې ستونزې یې لا پرمخ پرتې دی، چې د ډېرو د حلولو هڅه یې شوی او په نېږدې وخت کې به نورو پوهنځیو ته هم نوې ودانۍ جوړې کړی.
ننګرهار پوهنتون، چې ترکابل پوهنتون وروسته د هېواد دویم ستر پوهنتون ګڼل کېږی، د محصلینو په وینا یې پرودانیو سربېره نورې ستونزې هم لری، چې چارواکی باید پاملرنه ورته وکړی.
لس ورځې وړاندې په دې پوهنتون کې د یوه امریکایی سوداګر په لګښت د کرنې پوهنځی لپاره هم د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو کار پیل شوى و.