خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/30 0:0کد خبر: 3231

د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهځنی ودانۍ ګټې اخیستنې ته وړانې شوه

د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهځنی ودانۍ ګټې اخیستنې ته وړانې شوه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په ننګرهار پوهنتون کې د پاکستان په شپږ نېم میلونه امریکایی ډالره مرسته د ساینس او ټېکنالوژۍ نوی جوړیدونکی پوهنځی ودانۍ ترجوړېدو وروسته د یو شمېر افغان چارواکو او په کابل کې د مېشت پاکستانی سفیر لخوا پرانېستل شوه. د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکټر صابر مومند وایی، د دې ودانۍ د جوړېدو کار په دوه زره شپږم زېږدیز کې پیل شوى او په دوه زره نهم کې پاى ته رسېدلى و، خو پرانېسته یې دې ته ځنډ وه، چې اړین توکی یې نه لرل. د پوهنتون رئیس وایی، جوړه شوې درې پوړیزه ودانۍ پر څلیریشت درسی خونو سربېره نورې اسانتیاوې هم لری، چې دوى به ترې د ساینس او ټېکنالوژۍ د نوی پوهنځی ترڅنګ د نورو پوهنځیو لپاره هم ګټه واخلی. د ننګرهار پوهنتون رئیس کلید ته وویل، چې د ودانیو د نشتوالی برخه کې نورې ستونزې یې لا پرمخ پرتې دی، چې د ډېرو د حلولو هڅه یې شوی او په نېږدې وخت کې به نورو پوهنځیو ته هم نوې ودانۍ جوړې کړی. ننګرهار پوهنتون، چې ترکابل پوهنتون وروسته د هېواد دویم ستر پوهنتون ګڼل کېږی، د محصلینو په وینا یې پرودانیو سربېره نورې ستونزې هم لری، چې چارواکی باید پاملرنه ورته وکړی. لس ورځې وړاندې په دې پوهنتون کې د یوه امریکایی سوداګر په لګښت د کرنې پوهنځی لپاره هم د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو کار پیل شوى و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.