رجوع
د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته
تاريخ النشر: 1389/09/30 0:0رمز الخبر: 3232المصدر: ایرکا خبری آژانس

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوی.
د تخار ولایت امنیه قومندان مل پسوال شاه جهان نوری کلید ته وویل، چې تېره ورځ د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د عامه نظم پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنڅ نښته رامنڅ ته شوې، چې د هغه په وینا، 8 تنه وسله وال طالبان په کې وژل شوی دی.
نوری زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن بهرنى هم شامل دی، چې د هغه په خبره د تاجکستان تبعه دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نښتې څو ساعته دوام درلود او په پایله کې یې پولیسو ته ګڼ شمېر وسلې په لاس ورغلې دی.
نوموړی په دغه نښته کې د یوه افغان سرتیری د ټپی کېدو پخلى هم وکړ او زیاته یې کړه، چې ټپی سرتېرى روغتون ته لیږدول شوی او روغتیایی حالت یې ښه دی.
بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټیلفون له لارې کلید ته وویل، چې په یاده نښته کې یې 4 تنه اربکیان وژلی او 2 نور یې ټپیان کړی دی.
مجاهد خپل لوری ته هم د زیان اوښتل منی او زیاته وی، چې دوه ملګری یې وژل شوی دی.
خواجه غار د تخار ولایت نسبتاْ ناارامه ولسوالی شمېرل کیږی، چې ډېرې وختونه ورڅخه د نښتو رپوټونه ورکول کیږی.