د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوی. د تخار ولایت امنیه قومندان مل پسوال شاه جهان نوری کلید ته وویل، چې تېره ورځ د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د عامه نظم پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنڅ نښته رامنڅ ته شوې، چې د هغه په وینا، 8 تنه وسله وال طالبان په کې وژل شوی دی. نوری زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن بهرنى هم شامل دی، چې د هغه په خبره د تاجکستان تبعه دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، نښتې څو ساعته دوام درلود او په پایله کې یې پولیسو ته ګڼ شمېر وسلې په لاس ورغلې دی. نوموړی په دغه نښته کې د یوه افغان سرتیری د ټپی کېدو پخلى هم وکړ او زیاته یې کړه، چې ټپی سرتېرى روغتون ته لیږدول شوی او روغتیایی حالت یې ښه دی. بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټیلفون له لارې کلید ته وویل، چې په یاده نښته کې یې 4 تنه اربکیان وژلی او 2 نور یې ټپیان کړی دی. مجاهد خپل لوری ته هم د زیان اوښتل منی او زیاته وی، چې دوه ملګری یې وژل شوی دی. خواجه غار د تخار ولایت نسبتاْ ناارامه ولسوالی شمېرل کیږی، چې ډېرې وختونه ورڅخه د نښتو رپوټونه ورکول کیږی.